یکنانیوز د عراق رسمي خبری آژآنس له قوله راپور راکړ، د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام حرمین او بین الاالحرمین د عاشورا په شپې او ورځې د عراق او د مختلفو هیوادونو له بیلابیلو سیمو څخه د لکونو حسیني عزادارو او مینه والو کوربه وو چې د سید او سالار شهیدان حضرت اباعبدالله الحسین (ع) او د هغه بزرګوار د وفادارو یارانو د شهادت دکلیزې په مناسبت ئې د عاشورا په شپه او د عاشورا په ورځ ویر او ماتم وکړ او له امام بزرګوار سره ئې یو ځل بیا خپل بیعت نوی کړ.
په دغو ولولناکو دستورو کې د عاشورا په شپه په زرګونو عزادارو د مشالونو په بَلولو سره د نینوا د دښتې د شهیدانو یاد او ویر او ماتم تازه کړ.
په همدې لړ کې دعراق د کورنیو چارو مسئولانو په تیره بیا ویندوي ډګر وال عباس البهادلی په خبری ناستو کې ووئيل، سږکال د عاشورا تر شپې پورې څه دپاسه یو میلیون دوه لکه سان عراق ته وارد شوي دي. هغه ووئيل، کابو یو میلیون درې لکه عزادار د محرم د میاشتې له لومړیو شپو ورځو کې عراق ته وارد شوي او دغه راز یو میلیون نهه زره اته سوه درې شپیته کسان هم په دغې مودې کې له عراقه وتلي دي.
هغه ووئيل، په کربلا ښار کې ثبت شوي موکبونو شمیر هم کابو اته سوه درې دیرش ثبت شوي دی چې په هغو کې کابو پنځلس موکبونه له عراقه له بهره وارد شوي دي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د تاسو عا او عاشورا په شپو او دغه راز د حسیني عاشورا ترورځې پورې په کربلا ښار کې په دغو دستورو کې د ګډون کونکو شمیر کابو درې میلیون کسان ښودل شوی دی چې په لکونو مینه وال د عراق له پولو او هوائي لارو عراق ته وارد شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4292810